
Chairperson of Karez Health & Educational Services: Dr. Reshard Khaled

زه په ۱۹۵۰ کال کي په افغانستان کي زېږېدلی یم. له لیسې څخه تر فراغت وروسته، په ۱۹۶۹ کال کي د حکومت له خوا د نړۍوال زده کوونکي په توګه جاپان ته راغلم. د چیبا پوهنتون د چمتووالي په پوهنځي کي د جاپاني ژبې او بنسټیزو کورسونو تر بشپړولو وروسته، د کیوټو پوهنتون د طب په پوهنځي کي شامل سوم، په ۱۹۷۶ کال کي فارغ، او په ۱۹۸۴ کال کي مي له همدې پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کئ. له ۱۹۷۶ کاله راهیسي د ډاکټر په توګه کاري تجربه لرم. ما د شیزوکا ولایت (Shizuoka Prefecture) د شیمادا ښار په روغتون کي د تنفسي څانګي د مشر په توګه دنده ترسره کړې. له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۱ پوري مي په یمن (صنعا) کي د نري رنځ د کنټرول پروژې له پاره د ټیم د مشر په توګه کار کاوه، چي د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) له خوا پلي کېدله. له یمن څخه تر راستنېدو وروسته، ما د شیماني ولایت (Shimane Prefecture) د ماڅوی ښار د سره صلیب په روغتون کي د تنفسي څانګي د مشر په توګه کار کړی دئ. له ۱۹۹۳ کاله راهیسي مي د شیزوکا ولایت په شیمادا ښار کي دوې روغتیایي ټولني جوړي کړي دي، یوه ئې د کینشيکای روغتیایي کارپوریشن او بله ئې د شیمادا فلاح نوموري د ټولنیزي هوسایني کارپوریشن او د دواړو د رئیس په توګه مي دنده ترسره کړې ده. ترڅنګ ئې په جاپان کي زه د رشاد کلنیک، د زړو خلکو له پاره د اپولون پالنتون یا روغتیایی مرکز، د اسکا ځانګړي نرسنګ هوم د خدمتونو څارنه کوم، او پر کور باندي د ناروغ د روغتیایي کتني د خدمتو په ترسره کولو کي هم ښکېل یم.

په ۱۹۷۹ کال کي پر افغانستان باندي د پخواني شوروي د یرغل له اسیته رامنځ ته سوې ویجاړي د کلونو له پاره هېواد اغېزمن کړی و. له شوروي پوځ سره جګړې او ورپسې کورنیو شخړو ډېری افغانان پاکستان او ایران ته و کډوالۍ ته اړ کړل، چېري چي د کډوالو ګڼ شمېر کمپونه جوړ سوي ول. په دې موده کې، ما (ډاکټر خالد رشاد) په پاکستان کي د کډوالو په یوه کمپ کي په خپله خوښه (رضاکارانه) توګه کار پیل کړ، او روغتیایي مرستي مې ورته چمتو کولې او رسولې.
په دې ناخوالو پسي، د ۲۰۰۱ کال په سپتمبر کې، په متحده ایالاتو کي له ترهګریزو بریدونو وروسته، په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونو بله غمېزه وزېږوله او ډېر تلفات ئې رامنځته کړل. په جاپان کي عامو خلکو د دې وضعیت په غبرګون کي د افغانستان د هغه مهال په شرایطو د پوهاوي په منظور ما ته د ګڼ شمېر لیکچرونو بلنه راکړه. د دغو لیکچرونو په لړ کي د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کي د جاپان په شیزوکا ښار کي داسې یو لیکچر ترسره سو، چي ډېری ګډونوال ئې وهڅول، ترڅو د افغانستان او افغان اولس له پاره خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړي او د هغه هېواد په بیارغونه کي برخه واخلي، چي دغه هڅونه د کارېز مرستندویه ټولني (غیر دولتي موسسېNGO – ) د بنسټ ایښوولو سبب سوه.
د ټولني نوم “کارېز” تر مځکي لاندي د اوبو د راایستني له پاره د افغانستان له ځایي اصطلاح څخه اخیستل سوی دئ، چي د افغانستان د خلکو له پاره، دا اصطلاح د ژوندانه د اوبو د سرچینې، د روغتیا د سرچینې، او د راتلونکي له پاره د هیلي سمبول ګڼل کېږي. په ۲۰۱۳ کال کي دا ټولنه په جاپان کي په NPO واوښتله، او په ۲۰۱۷ کي ئې د رسمي (پېژندل سوي) NPO په توګه تصدیق ترلاسه کئ.
کارېز مرستندویه ټولنه، او د پوهني او روغتیا خدمتونه ئې په افغانستان کي د ټولو زړه سواندو او بشردوستو انسانانو د پېرزویني او سخاوتمندانه مرستو ملاتړ له ځان سره لري.
The Karez Health & Educational Services is supported by the generous contributions of everyone.