علامـــــه رشـــــاد بشپـــــړ روغتیايـــــي مرکـــــز

 

۱۷۸۴ :د ثبت ګڼه ئې "HMIS" د

علامه رشاد بشپړ روغتیایي مرکز (کلینیک) په کندهار کي د ډاکټرانو له خوا طبي معاینه، د تخصصي لابراتوار د تخنیکارانو له خوا ډول ډول کلینیکي آزمویني (لابراتواري، التراساونډ، د زړه ګراف، اېکسرې)، د قابلو له خوا د کوچنیانو د زوکړي پرمهال له مندو سره مرسته او د زوکړي دمخه او وروسته پالنه، واکسین کول، د عامي روغتیا او تغذیې زده کړي، په خپله ساحه کي د روغتیایي پوستونو له لاري له کلیوالو سره مرسته، د رواني روغتیا او تغذيې مشورې، د درملو وړیا ورکړه، او نور ترسره کوي.

لومړۍ پوښتنه: د کارېز مرستندویه ټولني څومره کارکوونکي په افغانستان کي په فعالیتونو کي برخه اخلي؟

 

ځواب: ټولټال ۳۹ افغان کارکوونکي په افغانستان کي د کارېز مرستندویه ټولني په فعالیتونو کي برخه اخلي.

 

د کارېز مرستندویه ټولني د افغانستان مشر، د کلینیک سرطبیب چي یو ډاکټر دئ، د (کلینیک) د بشري سرچینو مدیر، ۲ نارینه ډاکټران (د شپې د شېفټ ډاکټر په شمول)، ۱ ښځینه ډاکټره، ۳ قابلې، ۱ نارینه نرس، ۲ کلینیکي تېکنالوژیست، ۱ فارمسیست، ۱ رادیولوژیکي تېکنیشن، ۱ ټي بي ډاټ تېکنيشن، ۲ واکسیناتوران، ۱ د رواني روغتیا مشاوره، ۱ تغذي مشاوره، ۱ د ټولني روغتیایي څارونکی چي په سیمه کي د روغتیایي پوستونو ملاتړ کوي، ۲ لېب تېکنیشن، ۳ د راجیستر کارکوونکي، ۱ د تغذي موادو مسؤله، ۳ د خوارځواکو مندو او کوچنیانو د موادو (کې اېس اېم اېف) مسؤلین، ۱ مالي کارکوونکی، ۱ کمپیوټرکار، ۳ چوکیداران، ۳ صفاکاران او ۲ موټر چلوونکي.

 

سربېره پردې، په جاپان کي د کارېز مرستندویه ټولني مرکزي دفتر دوه نور کارکوونکي هم لري چي په افغانستان کي د نوموړي ټولني د چارو او فعالیتونو اړوند ګډ کار ترسره کوي.

دوهمه پوښتنه: څومره خلک ګټه ورڅخه اخلي؟

 

ځواب: د کارېز مرستندویه ټولني کلینیک، یو بشپړ روغتیايي مرکز دئ چي د افغانستان له پاره د روغتیايي خدمتونو د بنسټیزي کڅوړي د تګلارو پر بنسټ فعالیت کوي، هر کال د ۳۸۰۰۰ په شاوخوا کي د ناروغانو وړیا درملنه ترسره کوي.

د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د اګست میاشتي راهیسي چي کلینیک په کندهار ښار کي پرانيستل سو او روغتیايي فعالیتونه ئې راپېل کړل، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال ترپایه پوري د ۷۵۹۷۹۸ ناروغانو وړیا درملنه ترسره سوې ده.

 

وړیا تشخیص، د بلغم او اېکسرې آزمویني چي د نري رنځ د تشخیص له پاره اړیني دي، ډول ډول لابراتواري آزمویني، د لنګون مرستي او پاملرني، د نرس مستقیمه څارنه، واکسین، روغتیايي ښووني، تغذي ښووني، وړیا درمل چي دوی ورته اړتیا لري، او د عاجلو پېښو له پاره (۸) لنډمهاله بسترونه سته.

 

موږ همدارنګه د کلینیک تر پوښښ لاندي ساحه کي ۱۴ روغتیايي پوستونه لرو چي په هغو کي ۲۸ د ټولني د خپلي خوښي (رضاکاره) روغتیايي کارکوونکو څخه ملاتړ او نظارت کوو.

درېیمه پوښتنه: د مور او کوچني د روغتیا په برخه کي کوم ډول فعالیتونه وړاندي کوئ؟

 

ځواب: د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د اګسټ راهیسي، د کارېز مرستندویه ټولني کلینیک د مندو او کوچنیانو د روغتیا پالني له پاره پر فعالیتونو باندي کار کوي. یوه ښځینه ډاکټره او درې قابلې په ورځ او شپه کي ۲۴ ساعته او په کال کي ۳۶۵ ورځي او شپې د لنګون سره مرسته کوي. د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په اوږدو کي، په نوموړي کلینیک کي ۶۴۸ د لنګون مرستي، ۴۳۸۵ د لنګون دمخه او وروسته د مور او کوچني څارني، او د مندو له پاره ۳۳۸۱ د تیتانوس واکسینونه ترسره سوي دي.

دغه کلینیک د کوچنیانو (بي سي جي، پولیو، شری، او نورو) له پاره ۲۲۹۳۳ واکسینونه هم ترسره کړي دي.

څلورمه پوښتنه: د کارېز مرستندویه ټولني له خوا کوم ډول بېړنۍ بشري مرستي ترسره کېږي؟

 

ځواب: کارېز مرستندویه ټولني د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په جنوري کي د بېړنۍ بشري مرستي په توګه د خوارځواکۍ سره د مبارزې له پاره " د خوارځواکۍ مرستندویه خواړو " پروګرام په لاره واچاوه.

 

په دې پروګرام کي په ټولیز ډول ۱۵ کیلوګرامه خوراکي توکي لکه غنم، وريجي، لوبیا، پټاټې، دال نخود، سینجتي، کونجتي، او د پخلي غوړي هغو مندو او کوچنیانو ته چي زموږ د کلینیک ډاکټرانو د شدیدي خوارځواکۍ په توګه تشخیص کړي، وړیا ورکول کېږي.